باميان؛ تېرو ٣٠ ورځو کې زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

یکشنبه، ٢٨ ربيع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د باميان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٣٣٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣١٤١ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.