باميان!
د ژمي په دې يخ موسم کې، د افغاني سرې میاشتې ګرځنده روغتيايي ټيم د باميانو ولايت یکاولنګ نمبر دو ولسوالۍ کې، د يوې مياشتې په ترڅ کې په وړیا ډول د ۳۰۰۰ هغو بیوزله وګړو روغتیا پالنه کوي چې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسى نلري. نوموړی ټيم د ورځی په جریان کې په وړيا توګه ۱۰۰ تنه ناروغان معاينه او درملنه کړي، ۲۵ ماشومانو او ۳۵ زنانه وو ته يي واکسين تطبيق کړي، ۲ تنه يې پانسمان او ۳۸ ناروغانو ته يې روغتيايي لارښوونې کړي.
