بادغیس!
افغاني سره مياشت د پيښځپلو مرستندويه! د افغاني سرې میاشتې له لورې بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې هغه کورنۍ ته چې د اورلګیدنې له امله یې د کورنۍ غړي شهیدان او ټپيان شوي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یاده مرسته کې یو باب خیمه، ۲ تختې پلاستیکي ترپالونه، ۲۰ تختې کمپلې، یو سیټ د اشپزخانې لوخې، ۳ دانې د اوبو بوشکې، ۳ بستې ژمني توکي، ۱۰۰ کیلو ګرام اوړه، ۵۰ کیلو ګرام وریژي، ۲۰ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو دال ماش، ۱۰ کیلو دال، ۱۰ کیلو بوره او ۲ بستې حبوباتو کنسروا شامل وو.
