بادغیس ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه پنځه نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۷:۵۶
خبرونه

بادغیس ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه پنځه نیم میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون په مالي همکارۍ د بادغیس ولایت د مرکز او بالامرغاب ولسوالۍ پر ۳۵۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو په موخه  په ټولیز ډول پنځه نیم ملیونه (۵،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
په ياده نغدي مرسته کې ٣٠٠ کورنيو ته په دوهم پړاو کې د کورنۍ په سر ۱۵،٠٠٠ افغانۍ او ۵۰ نورو کورنيو ته په لومړي پړاو کې هرې کورنۍ ته ٢٠،٠٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو

دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

BACK TO NEWS