افغاني سرې میاشتې کابل ولایت کې ۵۰۰ معلول لرونکو او یتیمو کورنیو سره مرسته ترسره کړه!
شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیزکال د شوال میاشتې پر ۲۱ مه چې د ۱۴۰۱ لمریزکال د وري له ۳۱ مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د ترکیې هېواد په مرسته د کابل ولایت ۵۰۰ معلول لرونکو او یتیمو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته؛ په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر ښاغلي جهاد ارګینای، د شهیدانو او معلولینو چارو د وزارت لومړي مرستیال ښاغلي ملا عبدارزاق آخند او د افغاني سرې میاشتې د پېښو د ادارې رییس ښاغلي محمدصالح آخند زاده په شتون کې ووېشل شوه.
په وېشل شویو توکو کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، نیمه کیلو چای، ۲ کیلو بوره، ۱ قوطی رُب، ۵۰۰ ګرامه بیسکېټ او ۲.۵ کیلو غوښه شامله وه.
