افغاني سرې میاشتې په کاپیسا ولایت کې ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۹ - ۱۴:۳۳
جمعیت هلال احمرافغانی برای ۳۰۰ فامیل در کاپیسا مساعدت نمود!

نن د دوشنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب پر ۹مه نېټه په کاپیسا ولایت کې د محمود راقي د ښار د بېلابېلو سیمو ۳۰۰ بې سرپرسته، بې ځایه شویو، معیوبینو او اړمنو کورنیو ته د ترکیې د سرې میاشتې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو شوې مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شوه. په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۵ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریژې، ۵ قطعۍ لوبیا، ۴ قطعۍ نخود، ۱ کیلو چای، ۱ کیلو د رومیانو رًب، ۵ لیتره غوړي، ۳ کمپلې، ۱بنین، او ۵ جوړې جرابې شاملې دي.

 

جمعیت هلال احمرافغانی برای ۳۰۰ فامیل در کاپیسا مساعدت نمود!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS