افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق او د ایران د سرې میاشتې پلاوي د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۸:۵۲
افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق او د ایران د سرې میاشتې پلاوي د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق او د ایران د سرې میاشتې پلاوي د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې په ګډ فعالیت او همکارۍ هوکړه وشوه او د روغتیا په برخه کې د یوې توافقنامې پر بنسټ د ګډ فعالیت ژمنه وشوه. همدا ډول د حج د اُمورو د تنظیم لپاره د رضاکارانو پر روزنه او پر ځان د بساینې پر پروژو هم خبرې وشوې. د ایران د سرې میاشتې د پلاوي مشر ډاکتر یعقوب سلیماني د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته ایران ته د ورتلو بلنه هم ورکړه؛ ترڅو د ایران د سرې میاشتې فعالیتونه وویني.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

BACK TO NEWS