افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې ۱۱۹ کورنیو ته د غیر خوراکي توکو ۷ قلمه مرسته ووېشله!
د شنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال میاشتې پر ۲۱مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د لیرک، نوک، زو، خوا، دره خیل، ارخوا او دره خستک کلیو ۱۱۹ سیلاب ځپلو کورنیو سره، چې سروې یې مخکې ترسره شوې وه؛ د غیر خوراکي توکو ۷ قلمه مرسته چې پکې یوه خېمه، ترپال، د پخلنځي کېټ، د ماشومانو روغتیایي کېټ، د لمریزې برېښنا ښيښه، د ماشومانو جمپر او د اوبو بوشکې شامل و، ووېشل شوه.
