افغاني سرې میاشتې ته د اندونیزیا هیواد له لوري د نړیوال مرستندوي فدراسیون په مرسته د هرات ولایت د زلزله ځپلو سره مرسته وشوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۶:۲۷
خبرونه

افغاني سرې میاشتې ته د اندونیزیا هېواد له لوري د نړیوال فدراسیون په همکارۍ په افغانستان کې د هرات ولایت د زلزله ځپلو او د وروستيو طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه پنځوس ټنه مرسته چې ۹ قلمه غیر خوراکي توکي په کې شامل ول؛ د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي الحـ.ـ.ـافـ.ـ.ـظ عـ.ـ.ـزیز الرحـ.ـ.ـمن، د بهرنيو چارو وزارت د استازو او په افغانستان کې د اندونیزیا هېواد سفیر ښاغلي بوډي رحمت سوریا ساپوترا په شتون کې د کابل په هوائي ډګر کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه. یاده مرسته به په نزدې راتلونکي کې پېښځپلو او زلزله ځپلو هېوادوالو .ته د يو منظم پلان له مخې ووېشل شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۸:۳۴
Background image

غور؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

سې شنبه، ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غور ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۵۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۹
Background image

غزني؛ ۲۵ رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د وېش شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نمایندګۍ کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو وېش تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۲:۲۵
Background image

میدان وردګ؛ د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو کورنیو سره د روغتیايي بستو مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار او جلرېز، نرخ، چک، سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۲۷۰ زیانمنو. . .

BACK TO NEWS