افغاني سرې میاشتې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ پر همغږۍ خبرې وکړې
چهارشنبه، ۸ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر ښاغلي حسام فیصل ترمنځ له ګاونډیو هېوادونو د تازه راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د حل او هغوی ته د بشري مرستو برابرولو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
ناسته کې راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنیو مرستو، لنډمهاله سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو د برابرولو پر څرنګوالي مفصل بحث وشو.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې د کډوالو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ګډې هڅې لا پیاوړې کړي او د مرستو د راجلبولو په برخه کې به همغږي زیاته کړي.
