افغاني سره میاشت کې د WASH آمریت بست لپاره تحریري ازموینه ترسره شوه
یکشنبه، ۱۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د اوبو، روغتیا ساتنې او پاکوالي آمریت پر خالي بست د وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه له یو شمېر نوماندانو تحريري ازموينه واخیستل شوه.
دغه ازموینه چې د کار کوونکو چارو رياست تنظيم کړې وه، ۱۵ تنو کاندیدانو پکې ګډون درلود، چې د بشپړ عدالت او شفافیت په پام کې نیولو سره به د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموينې وروسته مخکښ ګډون کونکی په ګوته او وګمارل شي.
