افغانستان کې پر بشري فعالیتونو او د بشري مرستو په جلب او یو شمېر نورو موضوعاتو په ترکیه کې ګډه ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۱۹
افغانستان کې پر بشري فعالیتونو او د بشري مرستو په جلب او یو شمېر نورو موضوعاتو په ترکیه کې ګډه ناسته ترسره شوه

د افغاني سرې میاشتې او د ترکیې، قطر، بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، آلمان، ناروې، فنلینډ او د ډنمارک د ملي ټولنو او د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ د افغانستان پر اوسني وضیعت، افغانستان کې پر بشري فعالیتونو او د بشري مرستو په جلب او یو شمېر نورو موضوعاتو په ترکیه کې ګډه ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي م.ط.ی.ع ال_حق خا_لص د سوري زړه د ماشومانو د درملنې، له اړمنو سوالګرو سره د مرستې، د کونډو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي، د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې، د رضاکارانو د شمېر په زیاتولو او د معتادینو له کورنیو سره په مرستو د خبرو ترڅنګ وویل "افغانستان له کلونو راهیسې له بشري او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی او ډېرو برخو کې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري؛ مونږ له نړیوالو غواړو، چې له سیاست ور اخوا د افغانستان د وګړو لاسنیوي ته راوړاندې شي او د افغانستان ترڅنګ ودرېږي".
ګډونوالو ته د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسؤل الیګذیندر وویل "اړینه ده ملي ټولنې افغانانو سره د مرستو په موخه د خپلو هېوادونو له اړوندو مسؤلینو سره ناستې وکړي او ویې هڅوي، چې افغاني سرې میاشتې سره د بشري لاسنیوي او ملاتړ د پروژو تمویل کې همکاري وکړي او په اقتصادي او روحي توګه ځپل شوي افغانان له پامه ونه غورځوي.
ګډونوالو خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ګډو همکاریو ته یې لېوالتیا وښودله او افغانستان کې د بشري ستونزو پر حللارو او همکاریو ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS