اطلاعیه!

افغاني سره میاشت غواړي د ۱۴۰۱ لمریز کال لپاره ۱۵۰۰۰ پینځلس زره مجلې او ۴۸۰۰۰ اته څلوېښت زره جریدې له شرط لیک سره سم د آزاد رقابت له لارې چاپ او په قرار داد ورکړي.
ټول هغه طبعاتي شرکتونو او مطبعې، چې په دې برخه کې فعالیت ترسره کوي؛ کولای شي د تړون د ترسره کولو په موخه خپل غوښتنلیکونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوژیستیک او تدارکاتو ریاست ته وسپاري، خپله دې د اعلان له خپراوي وروسته تر ۱۴ ورځو پورې مراجعه وکړي. د ګډون پیسې ۱۰۰۰ افغانۍ دي چې نغدې اخیستل کېږي.
پته: کابل، پینځمه ناحیه، افشار سیلو، د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر.