ارزګان!
وګړو ته د افغاني سرې میاشتې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې عمده فعالیت دی، په همدې موخه د ارزګان ولایت په ښوونیز مرکز کې ۳۰ تنو زده کوونکو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډه ترسره شوه.په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې د تاریخچې او بنسټیزو اصولو په اړه معلومات ورکړل شول. د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پاې کې پر ګډونوالو یو شمیر نشراتي توکي ووېشل شول.
