آلمان هېواد ته د درملنې په موخه د ۹۰ تنه ناروغو ماشومانو لېږد او ۱۹ تنو رالېږد ترسره شو!
نن پنجشنبه د روان کال د وری (حمل) میاشتې پر ۴ مه نېټه ۱۹ تنه سخت سوځېدلي او ماتو هډوکو ناروغ ماشومان، چې په ۸۵ ګروپ کې د آلمان د سولې کلي ته استول شوی ول، له درملنې وروسته هېواد ته راستانه او ۹۰ تنه سخت سوځېدلي او ماتوهډوکو ناروغ ماشومان د آلمان د سولې کلي ډاکټرانو له لوري له معاینې وروسته انتخاب او په ۸۶ ګروپ کې آلمان هېواد ته د درملنې په موخه د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې واستول شول.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو رییس ښاغلي غلام حبیب حسام په یاده غونډه ګې وویل، افغاني سره میاشت تل هڅه کوي ترڅو له بېلابېلو لارو د بېوزله او اړمنو کورنیو د ناروغانو لاسنیوی وکړي، په همدې موخه یې د آلمان د سولې کلي له موسسې سره تړون کړی، چې تر دې دمه یې له دې لارې څه باندې ۴۵۰۰ ماشومانو درملنه کړې او دا لړۍ به همداسې دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې دالمان د سولې کلي موسسه د آلمان هېواد ابرهوزن په ښارکې موقعیت لري او ۱۳۶۸ کال، چې ۱۹۹۰زیږدیزکال سره سمون خوري له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د همکارۍ او مرستو دوه اړخیزه هوکړه لري، چې تر دې دمه یې څه د پاسه ۴۵۰۰ تنو ماشومانو درملنه کړې او دالړۍ به همداسې روانه وي.
