د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او ورسره پلاوي روانه اونۍ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه واړول د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت کې د زیانمنو کورنیو له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۲:۲۵
 د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او ورسره پلاوي روانه اونۍ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه واړول د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت کې د زیانمنو کورنیو له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه!

روانه اونۍ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه واړول. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او ورسره پلاوي نن د محرم الحرام پر ۲۱مه د یادو زیانونو د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت کې د وروستیو ‏سیلابونو له امله د بیزِ اکمالاتي سیمې د زیانمنو کورنیو له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه. نوموړي لومړی د سیلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي وښوده او دوی ته یې د افغاني سرې میاشتې له لوري د لاسنیوي ډاډ ورکړ.

په لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس وویل ‏"له بده مرغه چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې وروستیو ورښتونو پراخ زیانونه اړولي او دوی ټولو ته د مرستې لاس ورکول د افغاني سرې میاشتې کوښښ دی". نوموړي وویل "د طبیعي پېښو پر وخت لازمه ده مرستندوی او مسوول ارګانونه د زیانمنو لاسنیوي ته ور وړاندې شي؛ مونږ به د بیزِ اکمالاتي سیلاب ځپلو ‏کورنیو سره په اونۍ کې دننه مرسته وکړو، زه له تاسې سره خواخوږۍ او د زیانمنو کورونو له نېږدې لیدو ته راغلی یم؛ ترڅو د زیانمنو لاسنیوی وکړم."

له ناستې وروسته ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د سیلاب له امله نړیدلي کورونه هم له نېږدې ولیدل او زیانمنو ته یې د لاسنیوي ډاډ ورکړ.

 

 د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او ورسره پلاوي روانه اونۍ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه واړول د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت کې د زیانمنو کورنیو له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه!

 

 د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس او ورسره پلاوي روانه اونۍ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو کې سیلابونو مالي او ځاني زیانونه واړول د ارزونې په موخه ننګرهار ولایت کې د زیانمنو کورنیو له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS