کندهار؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د نغدي مرستو د پنځم پړاو په ترڅ کې پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې هرې مېرمنې ته ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته د مېرمنو او د هغوی د کورنیو د خوراکي توکو د کمښت د اغېزو او اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ووېشل شوه.
ټاکل شوې ده چې د همدې پروګرام په چوکاټ کې به په راتلونکې او وروستۍ میاشت کې هم یادو مېرمنو ته ورته نغدي مرسته ووېشل شي.
افغاني سره میاشت د خپلو بشري مرستو له لارې هڅه کوي، څو اړمنو کورنیو ته د اقتصادي ستونزو پر مهال د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو زمینه برابره او د خوړو د کمښت له امله یې رامنځته کېدونکي فشارونه راکم کړي.
