کابل؛ د شمال زون زلزله‌ ځپلو ته د ځواب وينې برخه کې د تجربو شریکولو ورکشاپ داير شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۴:۳۴
K

یکشنبه، ۱۶ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پلان جوړونې آمریت په نوښت او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ، د شمال زون د زلزله‌ ځپلو لپاره د ځواب وينې او رسيده ګۍ پر مهال د ترلاسه شویو تجربو او زده‌ شویو درسونو د شریکولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ داير شو.

دغه ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې جوړ شوی، چې د پلان جوړونې آمریت، د پېښو، روغتیايي خدمتونو او ځوانانو او رضاکارانو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو او همدارنګه د شمال زون اړوند د بلخ او سمنګان ولایتونو د نماینده ګیو د روغتیا او پېښو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی دی.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال د عملیاتي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د پلان جوړونې آمر ډاکټر محمد کریم د ورکشاپ د موخو او اهمیت په اړه خبرې وکړې.

هغوی له ګډونوالو وغوښتل چې خپلې عملي تجربې، ستونزې، لاسته‌ راوړنې او وړاندیزونه شریک کړي، څو د ګډو تجربو له تبادلې څخه د راتلونکي لپاره د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي او اغېزمنې ځواب‌ وینې د ظرفیتونو په پیاوړتیا کې ګټه واخیستل شي.

دوی د پېښځپلو د ژوند ژغورنې، د بېړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمن غبرګون او د پېښو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي او راکمولو په برخه کې د دا ډول روزنیزو پروګرامونو پر ارزښت ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده، چې د ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوال د شمال زون زلزله‌ ځپلو ته د ځواب وينې پر مهال ترلاسه شوې تجربې او زده‌ شوي درسونه و ارزوي او د راتلونکو پېښو پر مهال به د لا اغېزمن ځواب‌ ویلو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۵۵
Background image

کابل؛ د افغاني او مالیزیا سرو مياشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

دوشنبه، ۱٧ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د مالیزیا سرې میاشتې له مشرې، آغلې تونکو پوتري انتان سفیناز او د دې ادارې له یو شمېر نورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۱
Background image

پروان؛ د څاه کیندلو پېښې د قرباني له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د څاه کیندلو پر مهال د یوې پېښې د قرباني له کورنۍ سره يوه اندازه نغدي مرسته وشوه.

یاد کس څه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳۵
Background image

خوست؛ ۹۰ کاریګرو ته د کارموندنې په موخه د ۳.۵ میلیونه افغانیو پروژه پیل شوه

دوشنبه، ۱۷ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په عطاخېل، تیاکي، منځي، سوروټکي او غزا غونډۍ کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه د ۳.۵. . .

BACK TO NEWS