افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۶
K

یکشنبه، ۹ ربیع الأول ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۹۴۲ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه ښوونې او روزنې، شخصي او چاپېريالي روغتيا ساتنې، لومړنيو روغتيايي مرستو ترسره کولو او د پېښو له زيانونو د ځان ژغورنې اړوند زده کړې او عامه پوهاوی ورکړی دی.

ددې ترڅنګ د غړیتوب سېستم د مدیریت له لارې ۷۱ تنه نوي غړي هم جذب شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۳۱ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره ۳ میلیونه او ۴۶۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار په ۱۲مه او ۲۱مه ناحیو کې ۲۳۱ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیل او پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۶:۴۰
Background image

بلخ؛ د افغاني سرې میاشتې د ولایتي مجامعو ۱۳۵ تنه نوي غړي جذب او تعين شول

یکشنبه، ۹ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت ۱۵ ولسوالیو او د مرکز مزار شریف ښار په ۱۲ ناحیو کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د جذب او تعين بهیر پای ته ورسېد، چې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

کابل؛ د پنځو قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

یکشنبه، ۹ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له نمونې سره سم د پنځو قلمه نشراتي توکو د چمتو کولو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

په یادو توکو کې بیرغونه. . .

BACK TO NEWS