کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۸:۲۱
K

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ورکړل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د دعوت او ارشاد رئیس، شیخ الحدیث احمد نور حنیف، د ورکشاپ د موضوع په اړه وینا وکړه، نوموړي وویل چې افغاني سره میاشت د اسلامي او بشري ارزښتونو پر بنسټ بې‌ سرپرستو، اړمنو او د پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته بشري مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي. هغه ټینګار وکړ چې دیني عالمان د بشرپالنې، همکارۍ او انساني ارزښتونو د ترویج او عامه پوهاوي د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.

ورپسې د دینې عالمانو په استازولۍ ښاغلي ډاکټر دلاور سېلاب د ورکشاپ ګډونوالو ته په خپله وینا کې د اسلامي شریعت او نړیوال بشرپال قانون د اصولو او لارښوونو، د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب، انساني کرامت د رعایت او د اسیرانو د حقوقو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادو اصولو رعایت یې د ټولو اړخونو ګډ مسؤولیت وباله.

په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د سرو میاشتو او سرو صلیبونو د نړیوال غورځنګ د تاریخچې، پېژندنې او همدا ډول د اسلام او نړیوال بشرپال قانون د اصولو، موخو او علمي ارزښت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

لوګر او میدان وردګ؛ ۱۸۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول

دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۱۸۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۱۲.۷ ټنه خوراکي توکي ورکړل شول.

له دغو کورنیو څخه ۱۲۰ یې د لوګر ولایت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

نورستان؛ پر ۲۲ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې پر ۲۲ هغو سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۶۶۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې څه موده وړاندې ورته د سختو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۸:۲۱
Background image

کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د. . .

BACK TO NEWS