کندز؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
چهارشنبه، ۲۱ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې، څو د خپلو لومړنیو اړتیاوو یوه برخه پرې پوره کړي.
افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د اړتیاوو پر بنسټ نغدي او بشري مرستې ورسوي او د هغوی د ژوند د عادي کېدو بهیر ملاتړ وکړي.
