لغمان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي
سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لغمان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۱۷۰ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې او ۸۹۳ تنو ته د مور او ماشوم خدمتونه وړاندې کړي دي. دغه راز په یاده موده کې ۹۱۷۰ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو سربېره ګڼو هېوادوالو ته د کورنۍ د تنظیم خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
