هرات؛ ۷۹ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۹:۲۹
H

یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌جان ولسوالیو کې ۷۹ راستنو شویو او زیانمنو کورنیو ته یو میلیون او ۵۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، څو د خپلو کوچنیو کاروبارونو د پیل او پراختیا لپاره ترې ګټه واخلي.

دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هر کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

د دې پروګرام مستفیدین هغه راستنې شوې کورنۍ دي، چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله هم زیانمنې شوې وې، حرفوي مهارتونه يې لرل، خو د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله یې د خپلو کاروبارونو د پیل توان نه درلود.

ټاکل شوې ده، چې مستفیدین به د مچیو پالنې، خیاطۍ، ویلډېنګ، نلدوانۍ، برېښنايي چارو، ګلدوزۍ، یخچال جوړونې، موبايل ترمیم او نورو حرفو په برخو کې خپل کوچني کاروبارونه پیل یا پراخ کړي.

همدارنګه د مرستې له وېش وروسته مستفیدینو د افغاني سرې میاشتې د پلاوي په حضور کې د خپلو کاروبارونو اړوند وسایل او تجهیزات له بازار څخه وپېرل.

د یادونې وړ ده، چې دا مرسته د پروګرام لومړی قسط دی او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو میاشتو کې به د کاروبارونو له پیل وروسته دوهم قسط مرسته هم ورسره ترسره شي.

دغه پروګرام د اړمنو او راستنو شویو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د کار زمینې برابرولو او ځان‌ بسیاینې په موخه پلې کېږي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د حرفوي او معیشتي پروګرامونو له لارې اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته د کار، عاید او اقتصادي ثبات زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۹:۲۹
Background image

هرات؛ ۷۹ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوه

یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌جان ولسوالیو کې ۷۹ راستنو شویو او زیانمنو کورنیو ته یو میلیون او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۳۲
Background image

کابل؛ د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د مالي او داخلي پلټنې ریاستونو، کنټرول او پلان جوړونې آمریتونو ۲۱ کارکوونکو ته د ستراتیژیکې همغږۍ او اداري پرمختګ د بيا کتنې په اړه درې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS