هرات؛ ۷۹ راستنو شویو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوه
یکشنبه، ۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د اقلیمي بدلونونو پروژې په چوکاټ کې د هرات ولایت په شینډنډ او زندهجان ولسوالیو کې ۷۹ راستنو شویو او زیانمنو کورنیو ته یو میلیون او ۵۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، څو د خپلو کوچنیو کاروبارونو د پیل او پراختیا لپاره ترې ګټه واخلي.
دغه مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هر کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د دې پروګرام مستفیدین هغه راستنې شوې کورنۍ دي، چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله هم زیانمنې شوې وې، حرفوي مهارتونه يې لرل، خو د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله یې د خپلو کاروبارونو د پیل توان نه درلود.
ټاکل شوې ده، چې مستفیدین به د مچیو پالنې، خیاطۍ، ویلډېنګ، نلدوانۍ، برېښنايي چارو، ګلدوزۍ، یخچال جوړونې، موبايل ترمیم او نورو حرفو په برخو کې خپل کوچني کاروبارونه پیل یا پراخ کړي.
همدارنګه د مرستې له وېش وروسته مستفیدینو د افغاني سرې میاشتې د پلاوي په حضور کې د خپلو کاروبارونو اړوند وسایل او تجهیزات له بازار څخه وپېرل.
د یادونې وړ ده، چې دا مرسته د پروګرام لومړی قسط دی او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو میاشتو کې به د کاروبارونو له پیل وروسته دوهم قسط مرسته هم ورسره ترسره شي.
دغه پروګرام د اړمنو او راستنو شویو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د کار زمینې برابرولو او ځان بسیاینې په موخه پلې کېږي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د حرفوي او معیشتي پروګرامونو له لارې اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته د کار، عاید او اقتصادي ثبات زمینه برابره کړي.
