لغمان کې د ورښتونو له امله ۱۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۸:۸
لغمان

چهارشنبه، ۱۴ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام، علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو له امله له ۱۴ زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

د مرستې په ترڅ کې ۱۳ کورنیو ته، هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۱ ترپال، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.

همدارنګه د مهترلام ښار د نانکزیو سیمې یوې کورنۍ سره، چې د خونې د چت د پرېوتو له امله زیانمنه شوې وه؛ ۱۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

افغاني سره میاشت د سېلاب ځپلو هېوادوالو د لاسنیوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هر ډول بشري مرستو ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کابل کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

شنبه، ١٧ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٦٧٥٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS