په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا؛ کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو
یکشنبه، ۲۰ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د روغتیا ریاست اړوند ۳۰ تنو نارینه او ښځينه کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه (په بېړنیو حالاتو کې عامه روغتیا) تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو.
دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د ناورینونو پر مهال د روغتیايي خدمتونو د غوره تنظیم، بشري سرچینو او اړونده څانګو ترمنځ د ښې همغږۍ، بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي پر لارو چارو او بېړني غبرګون د بنسټیزو اصولو په اړه هر اړخیز نظري او عملي معلومات وړاندې شي.
دغه راز، په بېړنیو حالاتو کې د ټولنې ښکېلتیا، حساب ورکوَنې، د خوندي لاسرسي چوکاټ، کلتوري پوهاوي او يو شمېر نورو مسلکي اصطلاحاتو په اړه به د ګډونوالو ترمنځ تفصیلي بحثونه هم ترسره شي.
