میدان وردګ کې د واورې ورښت له امله ۲ زیانمنې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې
سې شنبه، ۸ شعبان ۱۴۴۷
د واورې د ورښت له امله د میدان وردګ ولایت د نرخ او چک ولسوالیو له ۲ زیانمنو شوو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ۱۱،۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او له ستونزمن حالت څخه د را ایستلو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت تل د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ژوند ته آسانتیاوې برابرې کړي.
