فراه کې ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۴۳ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۸:۱۹
فراه کې ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۴۳ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۲۴ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۴۳ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۶ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، غوړي، مالګه، بوره، شین چای، وچې شیدې، مکروني او بیسکټ شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې هم ورکړل شوې.
دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

کابل؛ پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو شل میلیونه افغانۍ مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۴ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي مرستون کې د کابل ښار بېلابېلو ناحیو ته په راستونو شوو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو د لومړنيو اړتیاوو پوره کولو په موخه ټولټال ۲۰ میلیونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۷
Background image

کابل؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي

چهارشنبه، ٢۴ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧٥٧٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۸:۱۹
Background image

فراه کې ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۴۳ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۲۴ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۴۳ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
په. . .

BACK TO NEWS