فراه کې ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۴۳ ټنه خوراکي مرسته ورکړل شوه
چهارشنبه، ۲۴ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۴۳ ټنه خوراکي مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۶ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې په کې اوړه، غوړي، مالګه، بوره، شین چای، وچې شیدې، مکروني او بیسکټ شامل وو.
سربېره پر دې، هرې کورنۍ ته ۳ کمپلې هم ورکړل شوې.
دغه مرسته به د یادو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوي ته ژمنه ده.
