بلخ کې له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۲۴جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو له ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ او مالي ملاتړ په موخه یو میلیون او پنځه سوه پنځه اویا زره (۱،۵۷۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې پر ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو درې میلیونه او شپږ سوه پنځه اویا زره افغانۍ نغدي او پر ۲۵۰ کورنیو څلور قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وېشل شوې وه.
