سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له نوي مسئول سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۲۱
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له نوي مسئول سره وکتل

سه شنبه، ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له نوي ګمارل شوي مسئول ښاغلي سمع الفخوري سره د نوموړي د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې وکتل.

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس له افغاني سرې میاشتې سره د بشري خدماتو او فعالیتونو په برخه کې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون د اوږد مهاله مالي ملاتړ او د مخکيني مسئول د کارونو او غوره همغږۍ مننه وکړه، ښاغلي سمع الفخوري ته یې د نوي ورسپارل شوي مسئولیت مبارکي وویله او په چارو کې یې له الله جل جلاله څخه ورته د غوره خدمت او کامیابۍ غوښتنه وکړه.

دا راز ښاغلي دلاور  د هېواد په کچه د خپلواکۍ او ناپلوۍ اصولو ته پر ژمنتیا د وړاندې کېدونکو خدماتو او په ټولنه کې د افغاني سرې میاشتې د نارینه او ښځینه رضاکارانو د اهمیت په اړه له ښاغلي سمع الفخوري سره بشپړ معلومات شریک کړل او د اړمنو، بې سرپرسته کورنیو، راستنېدونکو کډوالو او ناروغانو لپاره یې د پراخو همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مشر د بشري خدماتو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ له هڅو ستاینه وکړه، د اړمنو وګړو د لاسنیوي لپاره یې د نړیوالو سفارتونو او ملي ټولنو له لارې د مرستو راجلبولو سربیره د ګډو فعالیتونو د لا ښه والي، اغېزمنتیا او بشري مرستو د پراختیا ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۴:۶
Background image

خوست؛ پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو پر ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۷ ټنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس له قلبي روغتون ليدنه وکړه

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸

 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د دې ادارې له لوري په نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

بغلان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۸ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۶۶۲۴ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

BACK TO NEWS