ننګرهار ولایت کې د وفات شوي رضاکار له کورنۍ سره نغدي مرسته تر سره شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۸:۲۸
خبر

ننګرهار ولایت کې د وفات شوي رضاکار له کورنۍ سره نغدي مرسته تر سره شوه!

نن پنجشنبه د ذو القعدې د میاشتې پر ۱۷مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په نواقلو سیمه کې د عرب ګل په نوم د هغه رضاکار له کورنۍ سره دېرش زره (۳۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه چې د تورخم په عمري پنډغالي کې راستنېدونکو کډوالو ته د رضاکارانه خدمتونو پر مهال ناروغ او د ننګرهار حوزوي روغتون ته پر لاره یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د افغاني سرې میاشتې پلاوي  د وفات شوي رضاکار کورنۍ ته د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ مرحوم ته د عفوې دعا وکړه او د دوی له کورنۍ سره يې د دوامداره اړيکې ژمنه وکړه.

افغاني سره مياشت د يوې ملي ټولنې په توګه هڅه کوي، چې د رضاکارانو حقونه خوندي او رسېدنه ورته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS