د افغاني سرې میاشتې په فراه څانګه کې د ولایتي مجمع ټاکنې ترسره شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۵:۵۰
د افغاني سرې میاشتې په فراه څانګه کې د ولایتي مجمع ټاکنې ترسره شوې!

په دغه غونډه کې چې د روان لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر څلورمه نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې په فراه څانګه کې جوړه شوې وه، د ملي ټولنې مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر میرویس اکرم، د لویدیځ سمه ایز زون ریس احمدالله افضلي، د فراه ولایت استازو، د ولایتي مجامعو ریاست پلاوي، ځوانانو او د فراه سرې میاشتې ټولنې اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو؛ چې په پایله کې یو تن د ولایتي مجامع د ریس او پنځه تنه نور د غړو په توګه بریالي او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رهبرۍ له لوری یې خپلې اعتبار پاڼې تر لاسه کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۰:۳۲
Background image

غزني؛ له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره ۴.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې له ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره ۴.۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ناروې سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۶
Background image

لغمان؛ له ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د انساني کرامت بستو مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې له ۱۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د انساني کرامت بستو مرسته وشوه.

یادې بستې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۴
Background image

هرات؛ ۱۱۱ راستنو شویو کورنیو ته ۲۲۲ اوزې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۷ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ډنمارک او اتریش د سرو صلیبونو او د اتریش د پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ، د هرات ولایت په رباط ‌سنګي، زنده‌ جان، ګذرې او. . .

BACK TO NEWS