خوست ولايت کې ٢٥٥٠٧ تنو ته روغتیایي خدمات!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴۰
خبرونه

خوست ولايت کې ٢٥٥٠٧ تنو ته روغتیایي خدمات!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د خوست ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ١٠٦٣٥ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٣١٦ تنو ټپیانو پانسمان، ٢٩٢٤ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ٧٨٥٥ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ١٣١٢ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ١٨٤١ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ٦٢٤ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل؛ د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو روزونکي بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

شنبه، ۱۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ننګرهار، کونړ او بغلان ولایتونو لپاره د ټولنې د روغتیا او لومړنیو مرستو د روزونکي پر بست د وړ او مسلکي نوماند د ګمارنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

BACK TO NEWS