پکتیکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

پکتیکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!
نن چهارشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په چهاربران ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د یوې مختلف النوعه خوراکي توکو بستې ترڅنګ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۱ کارتن د کالیو مینځلو پوډر، ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو او د روغتیا ساتنې يوه بسته هم ورکړل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د یادو کورنیو له جملې پر ۱۴۰ کورنیو ۱۴۰ کارتنه خُرما هم ووېشل شوه.