د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسؤلې سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۰:۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسؤلې سره وکتل 

نن یکشنبه د جمادي الأولی د میاشتې پر ۱۵مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د آسیا لپاره د بېلګېټس بنسټ د پولیو برخې له مسئولې آغلې اناماریا او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ددې خيريه ملي ټولنې له لوري بې سرپرسته او اړمنو کورنیو ته د مرستونونو او روغتیایي مرکزونو له لارې د ترسره کېدونکو خدماتو او د طبيعي پېښو زیانمنو ته د بېړنیو او اړینو مرستو برابرولو په برخه کې هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل او له هغوی څخه یې د مرستو د پراختیا او زیاتوالي غوښتنه وکړه. 
ورپسې د آسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ مسئولې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او ددې خیريه ملي ټولنې له لوري ترسره کېدونکي خدمات یې د اړمنو او ناروغانو لپاره خورا مهم او اغېزمن وبلل او ژمنه یې وکړه، چې له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې مرستې زیاتوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۵:۲۶
Background image

ارزګان؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۳۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

BACK TO NEWS