میدان وردګ؛ ۴۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۱۶
 Mn

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او لومړنیو روغتیايي مرستو په برخو کې نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې، څو له زده کړو وروسته په خپلو سیمو کې اړمنو خلکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

ټاکل شوې ده چې روزل شوي رضاکاران به خپلو سيمو کې په راتلونکو اتو ورځو کې کور په کور د رواني ملاتړ خدمتونه وړاندې کړي او په دوو ورځو کې به د حفظ‌ الصحې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د دې روزنیز ورکشاپ موخه د رضاکارانو د وړتیاوو لوړول او د ټولنې د روغتیايي او رواني پوهاوي پیاوړتیا ده.

افغاني سره میاشت د روزل شویو رضاکارانو له لارې د ټولنې د روغتیايي او رواني پوهاوي د لوړولو او اړمنو خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې هڅې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۶
Background image

دایکندي؛ له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ناروې سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۲
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۴۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۳:۱۶
Background image

میدان وردګ؛ ۴۰ رضاکارانو ته د رواني ملاتړ او لومړنیو روغتیايي مرستو لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۳ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د رواني ملاتړ، حفظ‌ الصحې او لومړنیو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS