کندهار؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
سې شنبه، ۲۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې پر ۴۰۰ هغو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د شپږم او وروستي پړاو په ترڅ کې ۸ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه چې له مخې یې هرې مېرمنې ته ۲۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاده مرسته دغو مېرمنو او د هغوى کورنيو ته د خوراکي توکو د کمښت له امله د رامنځته شويو اغېزو او اقتصادي ستونزو د راکمولو په موخه ترسره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم پر یادو مېرمنو په پنځو میاشتو کې ۲۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د اړمنو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره او د خوړو د خوندیتوب او اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
