نورستان، ننګرهار؛ ۴۰۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۴ میلیونه، ۲۷۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۶
N

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ۳۵۸ او د ننګرهار ولایت د بټیکوټ ولسوالۍ په انبار خانې کلي کې ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۴ میلیونه، ۲۷۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د دغې مرستې موخه د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی بشري ملاتړ دی.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت اړینې بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

ارزګان؛ ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره شوې دغه مرسته د سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۳۷
Background image

میدان وردګ؛ ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۲۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د قلبي روغتون له خدماتو لیدنه وکړه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د دې ادارې اړوند قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ناروغانو د درملنې له بهیر او وړاندې کېدونکو. . .

BACK TO NEWS