کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو
پنجشنبه، ۲۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت لوړونې، د کارکوونکو د مسلکي روزنې او په اړوندو برخو کې د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ په اړه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري د دې ادارې کارکوونکو ته د مالي چارو، خونديتوب، فرهنګي، پېښو او روغتیا په برخو کې د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو او د کارکوونکو د مسلکي روزنې په برخه کې د مالي ملاتړ او همکاریو مننه وکړه.
ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا اداره به د هغو ریاستونو او کارکوونکو په اړه معلومات له نړیوال فدراسیون سره شریک کړي چې روزنې ته اړتیا لري، څو د هغوی د کاري برخو او اړتیاوو له مخې ورته مناسب روزنیز پروګرامونه برابر شي.
په مقابل کې، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر د کارکوونکو د مسلکي روزنې اړتیا مهمه وبلله او ویې ویل چې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې د ادارې د چارو د لا ښه والي او منظم پرمختګ لپاره مهمې دي.
نوموړي همدا راز د افغاني سرې مياشتې د پراختیا او ظرفیت لوړونې په برخه کې د اړتیاوو او هڅو په اړه معلومات شریک کړل او ویې ویل چې نړیوال فدراسیون د ددې ملي ټولنې د ظرفیت لوړونې لپاره پر یوه ځانګړي ماډل کار کوي.
ښاغلي فیصل د افغاني سرې میاشتې د ظرفیت لوړونې او د کارکوونکو د مسلکي روزنې په برخو کې د نړیوال فدراسیون د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ډاډ ورکړ.
