‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د مرکزي ریاستونو له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۸:۳۲
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د مرکزي ریاستونو له مسئولینو سره ناسته ترسره کړه

نن د ربیع الآخر د میاشتې پر ۲۷مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې دمرکزي دفتر د رئیسانو سربېره د ځينو ولایتي نمایندګیو له مسئولینو سره په آنلاین بڼه اداري ناسته وکړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په ښه شکل د اداري کړنو او خدماتو  ترسره کولو په برخه کې د هر اړخیزو لارښوونو او وینا ترڅنګ ټينګار وکړ، څو تر لاس لاندې کارکوونکي خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړي او هغوی سره د اداري اصولو په رڼا کې صمیمانه چلند وکړي. دا راز ښاغلي دلاور ناسته کې د ګډونوالو ستونزې او نظرونه واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
https://www.malgari.com/arcsafghanistan

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS