کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۹ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۱ خېمه، ۵ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ، ۱ پلاستیکي فرش، ۱ جارو، ۱ د اوبو ترموز، ۵ چکۍ د ځان مینځلو صابون، ۱ څراغ او ۲ د اوبو بوشکې ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په نورګل ولسوالۍ کې پر ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
Background image

کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۶
Background image

لوګر کې له ۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره څه باندې ۲۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه ۲۸.۲ ټنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

پکتیکا؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په نماینده ګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

BACK TO NEWS