کونړ؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
سې شنبه، ۴ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نمایندهګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد تر سرلیک لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پېښو پر مهال د مؤثر غبرګون او د زیانمنو د ژغورنې ترڅنګ د بېړنیو حالاتو پر وخت د نغدو پیسو د لېږد معیاري کړنلارو، د اړمنو د تشخیص او د شفافیت د تأمین په اړه نظري او عملي روزنه هم ورکړل شوه، څو وکولی شي په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې پر وخت، مسلکي او اغېزمن خدمتونه وړاندې کړي.
