کندهار؛ پر راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول

چهارشنبه، ۲۰ محرمالحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د کندهار ولایت د تختهپل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر ۵۰۰ تنو راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول چې په يو خوراک کې ورېجې، غوښه، لوبیا، سلاد، ګرمه ډوډۍ او د څښاک پاکې اوبه شاملې وې.