کندز کې پر ۵۰ بې سرپرسته مېرمنو نغدي مرسته ووېشل شوې
شنبه، ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند د بېلابېلو ناحيو پر ۵۰ اړمنو او بې سرپرسته مېرمنو اته سوه پنځه ویشت زره (۸۲۵،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې اوسمهال د حرفوي مهارتونو په ۳ ټولګيو کې د زده کړو په ترلاسه کولو بوختې دي.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د ورځنيو لګښتونو د پوره کولو او اقتصادي پیاوړتیا په موخه ۱۶،۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
