کابل کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه
شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند له یوې کورنۍ سره، چې د اورلګېدنې له امله ورته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو؛ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه یوه اندازه نغدي مرسته وکړه.
دغه مرسته به د لنډې مودې لپاره د یادې کورنۍ اساسي ستونزې حل او د هغوی ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره کړي.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي او کاري مسؤولیت ګڼي.
