کابل؛ هلمند کې د افغاني سرې میاشتې د ځمکې د پانګونې داوطلبي ترسره شوه
چهارشنبه، ۱۹ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې پر ۹۹۴ متر مربع ځمکه د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري تنظيم شوې وه، چې پکې درې ودانیزو شرکتونو ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د اسنادو له ارزونې او کره کتنې وروسته به د شرایطو له مخې له ګټونکي شرکت سره د یادې ځمکې د پانګونې قرارداد لاسلیک شي.
