کابل؛ له ۱۰۵ اړمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه
یکشنبه، ۳۰ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي دفتر کې د مقام د سلاکارانو او بېلابېلو ریاستونو د مسؤولینو په شتون کې له ۱۰۵ مستحقو او اړمنو کورنیو سره د ژمنیو ستونزو د حل په موخه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د مرستې د وېش پر مهال د سرې میاشتې د مقام سلاکار ښاغلي شیخ حفیظ الله عثماني په خپلو خبرو کې وویل، چې افغاني سره میاشت هڅه کوي خپلو شته امکاناتو ته په کتو د هېواد په ټولو برخو کې له اړمنو او زیانمنو شوو کورنیو سره دوامداره مرستې وکړي. نوموړي دا ډول بشري مرستې د خلکو ستونزو په کمولو کې مهمې وبللې او ډاډ یې څرګند کړ، چې افغاني سره میاشت کوښښ کوي د کاري شریکانو په ملاتړ د مرستو دا لړۍ پراخه کړي؛ څو د لا ډېرو بې وسه کورنیو لاسنیوی وشي.
وېشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو نخود، ۱۰ کیلو بوره، ۱۰ لیتره غوړي، وچې شیدې او غیر خوراکي توکو کې ژمنۍ البسه، شامپو او روغتیايي کېټ شامل و.
