کابل؛ د ښوونیز مرکز رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو په پار تشویقي غونډه دایره شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۸:۲۳
K

سې شنبه، ۲۱ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس، ښاغلي شیخ ‌الحدیث شهاب ‌الدین دلاور، په حضور کې د دې ادارې اړوند د ارزان‌ قېمت سېمې د ښوونیز مرکز ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو او اغېزمنو فعالیتونو د ستاینې په موخه تشویقي غونډه دایره شوه.

د غونډې په ترڅ کې عمومي رئیس د اسلام له نظره د خیر رسونې، د انسانانو د خدمت او د اړمنو د لاسنیوي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د الله تعالی د رضا لپاره د خلکو خدمت ستر عبادت او لوی مسؤولیت دی.

ښاغلي دلاور، رضاکاران د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو مهمه او نه بېلېدونکې برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې هغوی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پېښځپلو، زیانمنو او راستنېدونکو هېوادوالو ته پر وخت او په بشپړ اخلاص بشري خدمتونه وړاندې کوي او د ټولنې د خدمت په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي.

نوموړي د رضاکارو ښوونکو د ژمنتیا، نه ستړې کېدونکو هڅو او صادقانه خدمتونو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې د علم د خپرولو، د هېوادوالو د خدمت او د خیر رسونې دغه ارزښتناک رسالت ته په لا زیات اخلاص او مسؤولیت دوام ورکړي.

د غونډې په پای کې رضاکارو ښوونکو ته د غوره خدمتونو د ستاینې په پار ستاینلیکونه او نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

هرات کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۸۵۶۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS