کابل؛ د پروان نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې لپاره د داوطلبۍ ناسته وشوه
دوشنبه، ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د پروان ولایتي نماینده ګۍ د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه.
یاده ناسته، چې د تهيې او تدارکاتو آمریت له لوري تنظیم شوې وه، په کې ۸ ودانیزو شرکتونو ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د داوطلبۍ د اسنادو له کره کتنې او تخنیکي ارزونې وروسته د اداري ودانۍ د بیارغونې او رنګمالۍ قرارداد له شرایطو سره سم وړ شرکت ته وسپارل شي.
